کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه څه باندې څلور زره افغان بندیان هېواد ته لېږدول کېږي

2 دلو 1402 ساعت 9:39

د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکي وايي، ایران یو ځل بیا هېواد ته د څه باندې څلور زره افغان بندیانو د سپارلو ژمنه کړې ده.


آوا - کابل: د زندانونو د چارو د تنظیم رئیس مولوی محمد یوسف مستری د یکشنبې په ورځ (دلوه ۱) د آوا خبریال ته وویل چې دغه ژمنه افغانستان ته د ایران د قضائیه قوې د مرستیال د وروستی سفر په ترڅ کې شوې ده.

د مستري د څرګندونو پر بنسټ؛ د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد دی چې له اسلامي امارت سره یې د افغان بندیانو د سپارلو په اړه هوکړه کړې ده.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته دوی هڅه کړې، چې افغان بندیان له نورو هېوادونو انتقال کړي.

ښاغلي مستری وویل، اسلامي جمهوریت تېر کال له ۶۰۰۰ افغان بندیانو څخه ۱۲۳۰ یې اسلامي امارت ته سپارلي او یو شمېر یې د بند له بشپړېدو وروسته خوشي کړي دي.

هغه زیاته کړه، تر څلور زره زیات افغانان چې جرمونه یې د مخدره موادو قاچاق، قتل، زنا او نور جرمونه دي، اوس مهال په اسلامي جمهوریت کې بندیان دي.

ښاغلي مستری دا هم وویل چې د اسلامي امارت چارواکو د اسلامي امارت له پلاوي سره د لومړۍ لیدنې پر مهال د ۲۵۰ افغانانو د اعدام حکم په حبس بدل کړی دی.

ده څرګنده کړه چې له ايران څخه ١٢٣٠ تنه بنديان ليږدول شوي دي. دوی دا مهال د خپلو ولایتونو په زندانونو کې بندیان دي او د خپل بند پاتې موده تېروي.

د مستری په وینا؛ په ایران کې ۴۰۰ افغان بندیان د نورو افغانانو د وژلو په جرم بندیان دي او د ایران حکومت د قربانیانو د خپلوانو د نه خلاصون له امله د هغوی له سپارلو ډډه کړې ده.

نوموړي په تېر کال کې له کویټ څخه د درېیو بندیانو د سپارلو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو غوښتي چې افغان بندیان دوی ته وسپاري.

ښاغلی مستری دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر له دې وړاندې ویلي وو چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیر کال کې زر تنه افغان بندیان اسلامي امارت ته سپارلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ايران قضايي پلاوي د اسلامي امارت د چارواکو په بلنه کابل ته سفر کړی، څو د بېلابېلو قضيو په اړه خبرې وکړي.


د مطلب کود: 284652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284652/له-ایران-څخه-څه-باندې-څلور-زره-افغان-بندیان-هېواد-ته-لېږدول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com