کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاسپورټ ریاست د غوښتونکو د ګڼې ګوڼې له امله د کاغذي عریضو اخیستلو بهیر ودراوه

1 دلو 1402 ساعت 16:07

د پاسپورت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي او د غوښتونکو د ګڼې ګوڼې له امله یې د کاغذي عریضو د ترلاسه کولو بهیر درولی دی.


آوا - کابل: نن یکشنبه د عقرب په لومړۍ نېټه د پاسپورتونو عمومي ریاست په اکس ټولنیزه شبکه کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي او د غوښتونکو د ګڼې ګوڼې له امله د دغه بهیر مخه نیول شوې ده. د کاغذ غوښتنلیکونو ترلاسه کول بند شوي دي.

دغه رياست زياته کړه، چې ښاريان يوازې په انلاين ډول پاسپورټونه ترلاسه کولاى شي، خو ناروغانو او هغو کسانو ته چې سخته اړتيا لري، د عريضې له لارې به پاسپورټونه ورکړي.

دغه رياست په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې هڅه کوي ډېر ژر په کابل او ټولو ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش نوې څانګې پرانيزي، څو افغانانو ته د پاسپورټونو په وېش کې اسانتيا رامنځته شي.

په تېرو ورځو کې په شخصي توګه د پاسپورټونو د وېش بهیر له بیا پیلېدو وروسته په کابل او هرات کې د غوښتونکو ګڼه ګوڼه په دغو دوو ښارونو کې د پاسپورټونو عمومي ریاست ته ورغلې وه.


د مطلب کود: 284622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284622/د-پاسپورټ-ریاست-غوښتونکو-ګڼې-ګوڼې-له-امله-کاغذي-عریضو-اخیستلو-بهیر-ودراوه

آوا
  https://www.avapress.com