کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د قضائیه قوې مرستیال په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل

1 دلو 1402 ساعت 9:27

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د چارو معین کاظم غریب آبادی چې د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی ؤ، د هیواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره وکتل. 


آوا: د ایران د اسلامی جمهوریت د رسنیو د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د برخې سکرتر کاظم غریب آبادی کابل ته سفر کړی دی. 

ويل شوي دي چې دغه ايراني قضايي هيئت دبهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره چې د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړي استازي کاظمي قومي او په کابل کې ددغه هيواد سفير هم شتون درلود له تروريزم او تکفيري ډلو سره د جدي مبارزې او په دې برخه کې د يوې ګډې قضايي کميټې په جوړولو، افغانستان ته د ايران د قضايي تجربو په ليږدونې او د مجرمينو د استرداد په باب خبرې وشوې.

د ايران د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د ايراني پلاوي کابل ته په رسېدو سره د قضايي شورا، د عدليې وزارت او د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له خوا هرکلى وشو.

همدا راز ویل شوي چې د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال او ورسره پلاوی به د اسلامي امارت د قضایي شورا له رئیس او یو شمېر غړو سره وګوري او د ګډو ګټو په مسایلو به ورسره خبرې وکړي. .

فارس ویلي دي چې د ایران د قضايي قوې ادارې د احصایې او معلوماتي ټکنالوجۍ د مرکز مشر او د تهران ولایت د عدلیې د ادارې مرستیال به هم په دغه سفر کښې له دغه ایراني چارواکي سره ملګري دي.


د مطلب کود: 284581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284581/د-ایران-قضائیه-قوې-مرستیال-په-کابل-کې-بهرنیو-چارو-له-سرپرست-وزیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com