کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او پانګونې خونه:

د تورخم بندر د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې سلګونه زره ډالره زیان اوښتی دی

29 جدی 1402 ساعت 12:59

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د سوداګریزو موټرو پر مخ د تورخم د لارې تړل کېدو د دغه هېواد سوداګرو ته سل زره ډالره زیان اوښتی دی.


آوا - کابل: د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د پنجشنبې په ورځ (د جدی ۲۸مه) د آوا خبریال ته وویل چې له شپږو ورځو راهیسې د تورخم په لویه لاره سلګونه باروړونکي موټر درول شوي دي.
 
الکوزي زياته کړه، چې په دغو موټرو کې ډېرى تازه مېوې او ترکاري بار دي او تر دې مهاله يې ډېرى بار خراب شوي دي.
 
د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ له تېرو شپږو ورځو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته هره ورځ سل زره ډالره زیان اوښتی دی.
 
په ورته وخت کې د دې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند ټینګار کوي چې د پاکستان موقت حکومت باید له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له نړیوالو اصولو سره سم عمل وکړي.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ د پاکستان لخوا په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو بار وړونکي کانتینرونه د اوپټا او نړیوال ترانزیتي تړون خلاف دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، که څه هم د دې خونې چارواکو په تورخم کې د سوداګرو د ستونزو د هواري په موخه له پاکستاني چارواکو سره کتلي، خو تر اوسه یې مثبتې پایلې ترلاسه کړې دي.
 
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب الله صافي وايي، له پاکستان سره د پولې د خلاصولو لپاره د دوی هڅې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.
 
له دې سره سره اختر محمد احمدي بازګان وايي: "دواړو خواوو ته سلګونه موټر ولاړ دي، زموږ ډېری مېوې خرابې دي."
 
په تېر یوه کال کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې خړې پړې شوې، څلور میاشتې وړاندې د تورخم د لارې تړل کېدو او د کراچۍ په بندر کې د افغان مالونو د تګ راتګ بندېدو د هېواد سوداګرو ته له ۲۶ میلیونو ډالرو ډېر زیان اړولی دی.
 
خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر کال کې له پاکستان سره څه باندې دوه میلیارده او ۴۶۰ میلیونه ډالره سوداګري شوې، چې یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره یې صادرات دي. خو د پاکستان لخوا محدودیتونه تل د سوداګرو لپاره یوه ننګونه ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه د تورخم دروازه د سوداګريزو کاروانونو پر مخ وتړله.
 
د پاکستاني چارواکو د نوې تګلارې له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه یا پاسپورټ نه لري له پولې تېرېدلای نه شي.
 
د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې اسلامي امارت د پاکستان تجارتي لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.
 
په هرصورت، ډان ورځپاڼې لیکلي چې پیاده خلک په نورمال ډول له دې پولې تیریږي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او پاکستان د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره تر ټولو نږدې لار ده.


د مطلب کود: 284501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284501/د-تورخم-بندر-تړل-کېدو-له-امله-افغان-سوداګرو-ته-ورځې-سلګونه-زره-ډالره-زیان-اوښتی-دی

آوا
  https://www.avapress.com