کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۲۴۲۸۵ تنو ته ورسېد

27 جدی 1402 ساعت 9:57

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې د صهیونیسټی رژیم د پوځ د حملو له پیل راهیسې په غزې تړانګه کښې د شهیدانو ټولټال شمیر ۲۴ زره ۲۸۵ تنو ته رسیدلی دی او د ټپیانو شمېر ۶۱ زره ۱۵۴ تنو ته ورسېد.


آوا: د دغه وزارت ویاند زیاته کړه: اسرائیلی پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ جنایتونه ترسره کړی چې له امله یې ۱۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۳۲۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د یادولو وړ ده چې صهیونیسټ رژیم له څه دپاسه سلو ورځو راهیسې د غزې په خلکو وحشیانه حملې کوي.


د مطلب کود: 284366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284366/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۲۴۲۸۵-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com