کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه

26 جدی 1402 ساعت 12:39

د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا پرانیستل شوه.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژه د دوشنبې په ورځ د جدی په ۲۵مه پرانیستل شوه.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ولس ته په پوره ژمنتیا او د مسؤلیت په احساس سره خپل مسوولیت ادا کړي.

د يادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د نهه ميليونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبوي.


د مطلب کود: 284312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284312/د-څه-باندې-۱۱-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-لوګر-سرخاب-بند-ساتنې-او-مراقبت-پروژه-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com