کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د تولید پروژه بشپړه شوه

25 جدی 1402 ساعت 14:55

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱،۲ میګاواټه برېښنا په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا - ننګرهار: د برېښنا د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې چارواکو وویل، چې دغه پروژه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو د لېږد په موخه جوړه شوې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پروژه د اسیايي بانک په مالي مرسته د ننګرهار کانال په ۳۰ جریبه ځمکه کې بشپړه شوې ده.

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو وزیر مولوي باز محمد فیضان وايي، د دې پروژې کار درې کاله وړاندې پیل شوی و او نن پای ته ورسېد.

په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کاظم وايي چې دغه پروژه په يوه ثانیه کې د ۵۰۰ لېتره اوبو د لېږد وړتيا لري. د ښاغلي کاظم په وینا دا پروژه د اوبو د انتقال په برخه کې ګټوره ده.

د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ننګرهار د کانال شل زره جريبه ځمکه خړوبه شي.


د مطلب کود: 284246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284246/په-ننګرهار-ولایت-کې-د-۱۴۳-میلیونه-افغانیو-ارزښت-لمریزې-برېښنا-تولید-پروژه-بشپړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com