کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران ځانګړی استازی د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

25 جدی 1402 ساعت 12:41

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او مشورې لپاره اسلام آباد ته تللی دی.


آوا - کابل: د ایرنا د خبر له مخې حسن کاظمی قمی د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د خاص استازی آصف علی درانی په رسمی بلنه اسلام آباد ته لاړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی کاظمي قمي له خپل پاکستاني سیال آصف علي دراني او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د تهران نظر او د اوسني کړکېچ د حل لپاره د دغه هېواد د ګاونډیانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو پر پلان ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تماس ډلې پر جوړولو ټینګار کړی او د افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي اړینه بللې ده.


د مطلب کود: 284230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284230/د-ایران-ځانګړی-استازی-افغانستان-پر-وضعیت-خبرو-لپاره-پاکستان-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com