کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې یوې راډیو خپرونې پیل کړې

25 جدی 1402 ساعت 10:47

په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې د «راډیو عینک» په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې دي.


آوا - کابل: باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د دغې راډیو د پرانیستلو مراسم د یکشنبې په ورځ د جدي په ۲۴ مه د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په حضور کې ترسره شول.

د همدې رسنۍ د راپور له مخې، د اسلامي امارت ویاند د رسنیو له مسوولینو غوښتي، چې خپل فعالیتونه د شریعت په چوکاټ کې او د اسلامي امارت له تګلارې سره سم ترسره کړي.

د دې رسنیو د راپور له مخې اوس مهال په لوګر کې شپږ راډیوګانې فعالې دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې راډیوګانو خپلې خپرونې پیل کړې وې.


د مطلب کود: 284217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284217/په-لوګر-کې-یوې-راډیو-خپرونې-پیل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com