کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت ویاند:

اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» تګلارې ملاتړ کوي

24 جدی 1402 ساعت 15:27

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» د تګلارې ملاتړ کوي چې د تایوان د ټاکنو په اړه چې د شنبې په ورځ (جدی ۲۳مه) د چین مخالف نوماند وګټل.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه (د جدی ۲۴ مه) په ټولنیزه شبکه X کې لیکلي چې چې اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» د تګلارې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د «یو چین» اصولو ته ژمن دی او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه د سیمې د سولې او ثبات په زیان ګڼي.

په عین حال کې لویدیځ هیوادونه د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي، خو چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي.


د مطلب کود: 284174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284174/اسلامي-امارت-د-تایوان-په-اړه-یو-چین-تګلارې-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com