کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۳۸۴۳ تنو ته ورسید

24 جدی 1402 ساعت 11:26

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه د شهیدانو شمېر ۲۳۸۴۳ او د ټپیانو شمېر ۶۰۳۱۷ ته رسېدلی دی.


آوا: خبری سرچینو د غزې د تړانګې په مرکز دیر بالا کښې د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ د نښتو د دوام خبر ورکړی دی.

په عین حال کښې د خپرو شویو رپوټونو له مخې په دیرالبله کښې سخته جګړه روانه ده او د صهیونیسټ رژیم جنګیالیو په دې سیمه کښې بمباریو ته دوام ورکړی او په دیر بالا کښې یې یو بس په نښه کړی دی.

اسرائیلي پوځیانو نن سهار د غزې د تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ښارګوټي پراخ بریدونه وکړل.

صهیونیسټانو د خان یونس په مرکز او جنوب کښې په لیونی ډول بمباری وکړه .

په عین حال کښې فلسطیني سرچینو په دغه ښار کښې د مقاومت او اسرائیلي نیواکګرو ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړی دی.


د مطلب کود: 284136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284136/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۳۸۴۳-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com