کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د دوهم ځل لپاره د هند له لوبډلې سره مخامخ شي

23 جدی 1402 ساعت 11:39

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه به نن (یکشنبه د جنورۍ ۱۳مه) ترسره شي.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په لومړۍ لوبه کې د هند لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د دې لړۍ دریمه لوبه به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د هند په کوربه توب ترسره شي.

د یادولو ده، چې له دغو سیالیو وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د فبرورۍ په دویمه نېټه په کولمبو کې د سریلانکا له لوبډلې سره ټیسټ لوبه ترسره کړي.


د مطلب کود: 284070

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284070/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-دوهم-ځل-لپاره-هند-له-لوبډلې-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com