کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار بشپړ شو

21 جدی 1402 ساعت 14:02

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګ ولایت په قر، چک، جلریز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د اوبو پنځه واړه بندونه جوړ شوی. 

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو بندونو د جوړولو د کار د پيل په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت پر دغو پروژو ١٧ ميليونه افغانۍ لګولې دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وړو پروژو کار د دولت او نړیوالو موسسو له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د مطلب کود: 283990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283990/په-میدان-وردګ-کې-د-اوبو-پنځو-کوچنیو-بندونو-جوړولو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com