د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې کابو درې میاشتې مخکې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له پیله تراوسه ۲۳۳۵۷ تنه شهیدان او ۵۹۴۱۰ تنه نور ژوبل شوی دی.
په غزه کې د شهیدانو شمیر له ۲۳ زرو تنو څخه واوښت
20 جدی 1402 ساعت 16:30
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې کابو درې میاشتې مخکې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له پیله تراوسه ۲۳۳۵۷ تنه شهیدان او ۵۹۴۱۰ تنه نور ژوبل شوی دی.
آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۴۷ تنه شهیدان او ۲۴۳ تنه ټپیان کړي دي.
په عین حال کښې د فلسطین د روغتیا وزیر اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د لویدیځې غاړې په جنوب کښې د فلسطین د روغتیا په وزارت پورې تړلی یو طبی مرکز چاپه واچوله او دننه یې تجهیزات ویجاړ کړل.
له بلې خوا دفلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې په نابلس باندې د نیواکګرو عسکرو په حملې کښې دولس کسان ژوبل شوی دی .
د مطلب کود: 283930