د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمیر ۲۳ زره ۲۱۰ تنو ته رسیدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمیر هم ۵۹ زره ۱۶۷ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې د شهیدانو شمېر ۲۳۲۱۰ تنو ته ورسېد
20 جدی 1402 ساعت 9:37
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمیر ۲۳ زره ۲۱۰ تنو ته رسیدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمیر هم ۵۹ زره ۱۶۷ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: عینی خبری سرچینو د لویدیځې غاړې د بلتا په کمپ کښې د مقاومتی ځوانانو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ د نښتې خبر ورکړی دی.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې اعلان وکړ چې د بالتا په کمپ کې د نن ورځې په شخړه کې د اسرائیلو په ډزو کې شپږ فلسطینی ځوانان ټپیان شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل او بیا په غزې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو له امله څه دپاسه ۸۰ زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .
د مطلب کود: 283859