کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر زمرد له ۱۵۱۹ قیراط څخه زیات وپلورل شول

19 جدی 1402 ساعت 15:40

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د پنجشیر ولایت له کانونو را ایستل شوي ۱۵۱۹ قیراط زمرد د څه باندې ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د جدی په ۱۹ مه د آوا خبریال ته وویل چې د لسم ځل لپاره د پنچشیر ولایت زمرد پلورل شوی دی.

افغان زياته کړه، چې د پنجشير زمرد د داوطلبۍ له لارې پر سوداګرو پلورل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت له کانونو څخه ۲۷۴۶ قیراط زمرد استخراج شوي وو، چې په ۸۰ زره امريکايي ډالرو پلورل کېدل.


د مطلب کود: 283826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283826/د-پنجشېر-زمرد-له-۱۵۱۹-قیراط-څخه-زیات-وپلورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com