د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته د "نړیوال روغتیا امنیت" په نوم غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.
پاکستان ته د عامې روغتیا وزارت د سرپرست سفر
19 جدی 1402 ساعت 9:51
د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته د "نړیوال روغتیا امنیت" په نوم غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد د نړیوال روغتیا په نوم په یوه غونډه کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو او د روغتيا په برخه کې د فعالو نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نه دي ویلي چې دا غونډه به کوم هیواد او یا کومه اداره جوړه کړي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د دغه وزارت مشر به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له روغتیايي چارواکو سره په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړي.
د مطلب کود: 283791