کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کابل ښار څخه د څه باندې ۴۸ زره سوالګرو راټولول

18 جدی 1402 ساعت 11:34

د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال وايي، تر اوسه د کابل له بېلابېلو سیمو ۴۸۱۱۹ سوالګر راټول شوي دي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال په یوه ویډیو کې ویلی چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۴ زره ۸۱۳ ښځې، ۷ زره ۵۸۰ نارینه او ۲۵ زره ۷۲۶ ماشومان دی.

دغه دفتر زیاتوي، چې له مستحقو سوالګرو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم شوې او سوالګر ماشومان هم له نوم لیکنې وروسته یتیمانو ته ورپېژندل شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د ماشومانو سوالګرو او یتیمانو ته مسلکي زده کړې او روزنه ورکول کیږي.

دغه دفتر همداراز ویلي چې د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل شوی او تر اوسه له دغو ښارونو څخه زرګونه سوالګر راټول شوي دي.

په همدې حال کې له څو میاشتو راهیسې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ روانه ده.


د مطلب کود: 283725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283725/له-کابل-ښار-څخه-د-څه-باندې-۴۸-زره-سوالګرو-راټولول

آوا
  https://www.avapress.com