کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۲۸۳۵ تنو ته ورسید

18 جدی 1402 ساعت 10:56

اکتوبر د اوومې نیټي راهیسې د شهیدانو شمېر ۲۲ زره ۸۳۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر هم ۵۸ زره ۴۱۶ تنو ته رسېدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې صهیونیسټي غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطیني ولس په خلاف ۱۲ سرغړونې او قتل عام کړي او په غزه کې یې ۱۱۳ تنه وژلي او ۲۵۰ تنه یې ټپیان کړي دي. .

همدې رسنیو خبر ورکړی، چې د«حمزه وائل الدحد» او مصطفی ثریا دوه تنه خبریالان چې موټر یې نن د صهیونیسټي نیواک له خوا په نښه شو، شهیدان شول.

د جګړې په لومړۍ میاشت کې وائل الددوح د خپل کور په بمبار کې خپله مېرمن، دوه ماشومان او لمسی له لاسه ورکړل.

د مصطفی ثریا او حمزه الداهود په شهادت سره د غزې په جګړه کې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۰۹ تنو ته ورسید.


د مطلب کود: 283715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283715/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۲۸۳۵-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com