داعش ترهګرې ډلې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د جدې د میاشتې د ۱۶ نیټې د ماښامنۍ چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
داعش د کابل په لوېدیځ کې د چاودنې مسوولیت منلی دی
17 جدی 1402 ساعت 10:30
داعش ترهګرې ډلې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د جدې د میاشتې د ۱۶ نیټې د ماښامنۍ چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
آوا - کابل: پرون مازديګر شاوخوا شپږ بجې د قلعه نذير په سيمه کې د "کاسټر" ډوله ښاري بس باندي چاودنه وشوه.
په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ د وینا له مخې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
د کابل په لویدیځ کې دشت برچي سیمه په تیرو دوو کلونو کې د څو خونړیو بریدونو شاهده وه.
د روان هجري لمریز کال د عقرب د میاشتې په شپاړسمه نېټه د دشت برچي په سیمه کې یو کاسټر ډوله موټر د چاودنې ښکار شو.
په همدې میاشت کې پر ملت ورزشي کلب کې چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې یې څو تنه شهیدان شوي وو.
په همدې حال کې داعش ترهګرې ډلې هم د ایران په کرمان ولایت کښې د سردار سلیمانی د شهادت د کلیزې په مناسبت د دوو وروستیو ترهګریزو بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست چې په ترڅ کښې یې په لسګونو کسان شهیدان او کابو دوه سوه نور ژوبل شول.
د مطلب کود: 283643