کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر:

افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې به د اسلامي امارت له مشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په موخه وګورم

17 جدی 1402 ساعت 10:17

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن رسنیو ته ویلي، چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال به د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله اخندزاده سره وګوري.


آوا - کابل: مولانا فضل الرحمن له مشال راډيو سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر ویلي چې دی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا سفر د جمعیت علمای اسلام ګوند لپاره نه دی. موږ باید د پاکستان او افغانستان ګټو ته پام وکړو. په دې اړه مې له پاکستاني چارواکو، د بهرنیو چارو له وزارت، د هېواد له چارواکو، ټول حکومت له ما سره په تماس کې دی. دوی ماته د پاکستان دریځ او غوښتنې په تفصیل سره بیان کړې.»

مولانا فضل الرحمن خپل سفر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د اړیکو ښه کول او د لا ترینګلتیا مخنیوی د دواړو هېوادونو په اراده پورې اړه لري.

اسلامي امارت تایید کړې، چې مولانا فضل الرحمن ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړل شوې ده.


د مطلب کود: 283637

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283637/افغانستان-ته-د-خپل-سفر-په-ترڅ-کې-اسلامي-امارت-له-مشر-سره-دواړو-هېوادونو-اړیکو-ښه-والي-موخه-وګورم

آوا
  https://www.avapress.com