کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال سازمان په سمنګان ولایت کې پر څلور زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل

16 جدی 1402 ساعت 15:15

د سمنګان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي د خوراک نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې پر څلور زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي وايي، د خوړو نړیوال سازمان او نور سازمانونه د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ په څلور زره کورنيو خوراکي توکي ويشلي.

هغه زیاته کړه: د سمنګان ولایت د دره صوف بالا په ولسوالۍ کې د اړمنو کورنیو د ټاکلو لپاره له شفافې څېړنې وروسته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شو او ۸۶ پرمختیايي شوراګانې هم په دې بهیر کې شاملې دي.

شاهروخي وویل، چې په ویشل شویو خوراکي توکو کې ۲۰۵ ټنه اوړه، ۱۸۴۷۵ لیټره غوړي، ۱۴ ټنه اوړه او ۶ ټنه د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د سمنګانو ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو له پلوه بډايه ده، خو د کانونو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لا هم په بې وزلۍ کې ژوند کوي.


د مطلب کود: 283606

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/283606/د-خوړو-نړیوال-سازمان-په-سمنګان-ولایت-کې-پر-څلور-زره-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل

آوا
  https://www.avapress.net