کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار پوهنتون کې د څلورو ودانیزو پروژو چارې پرانستل شوې

16 جدی 1402 ساعت 15:13

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار پوهنتون کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت څلور ساختماني پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - ننګرهار: په دغو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحۍ څانګې، د ښځو د انتظار خونې، وړکتون او تفریحي پارک جوړول شامل دي.

ويل کيږي چې دغه پروژې د دريو مياشتو په موده کې بشپړې او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال له خوا پرانيستل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د پوهنتون د یو شمېر پروژو پرانیسته کړې وه.


د مطلب کود: 283605

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283605/په-ننګرهار-پوهنتون-کې-د-څلورو-ودانیزو-پروژو-چارې-پرانستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com