د روان کال له پيله تر اوسه په هلمند ولايت کې د دولتي سبزيجاتو او پنبې په فابريکه کې له ٢٠٠ ټنو څخه زيات غوړي توليد شوي دي.
په روان کال کې په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید شوي دي
16 جدی 1402 ساعت 12:23
د روان کال له پيله تر اوسه په هلمند ولايت کې د دولتي سبزيجاتو او پنبې په فابريکه کې له ٢٠٠ ټنو څخه زيات غوړي توليد شوي دي.
آوا: د دې فابریکې مسوولین وايي، د هېواد د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره باید د بهرنیو تولیداتو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخیستل شي.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم پرېکړه کړې، چې په دغه ولایت کې تولید شوي غوړي د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېوادوالو د اړتيا وړ سبزي غوړي له نورو هېوادونو واردېږي.
د مطلب کود: 283576