د هرات ولایت چارواکو د هرات د زنده جان ولسوالۍ په کرنیل وردک سیمه کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د ۳۷ بیړنیو سرپناهونو د سپارلو خبر ورکړ.
د هرات زلزله ځپلو لپاره د ۳۷ موقتي سرپناه جوړ شو
14 جدی 1402 ساعت 15:31
د هرات ولایت چارواکو د هرات د زنده جان ولسوالۍ په کرنیل وردک سیمه کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د ۳۷ بیړنیو سرپناهونو د سپارلو خبر ورکړ.
آوا - هرات: د دغو کورونو د جوړولو د پروژې مسوول شکیب شهابی وایی چې دغه ۳۷ کورونه د خلکو په مرسته د ۷۰ زره ډالرو په لګښت په معیاري ډول جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه کورونه هغو کورنيو ته ورکړل شوي، چې سرپناه ته جدي اړتيا لري.
دغه راز د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي هم د زلزله ځپلو د ستونزو د هواري لپاره د هڅو خبر ورکوي.
د هرات د والي مرستيال حيات الله مهاجر وايي، تر اوسه د زيانمنو شويو کليو د خلکو لپاره له زرو زيات کورونه جوړ شوي او د ځينو نورو د جوړولو کار روان دى.
له بلې خوا د زلزله ځپلو کورنيو چې له دغه کور څخه يې ګټه پورته کړې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د بېړنيو کورونو په جوړولو سره به د دوى ستونزې نه حل کېږي او هيله لري چې د دوى نور کورونه چې تر کار لاندې دي ډېر ژر بشپړ شي.
باید وویل شي، چې په هرات کې د سختې زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او زرګونه نور بې کوره شوي، چې د سړې موسم په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د مطلب کود: 283495