کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څه باندې ۱۷۰ امنیتي سرتیري د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

14 جدی 1402 ساعت 15:27

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد ابراهیمي له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د شرعي احکامو د تطبیق په برخه کې دې د هیچا تر نفوذ لاندې نه وي.


آوا: د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال د څه باندې ۱۷۰ امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د نورو په خاطر باید شرعي اهداف تر پښو لاندې نه شي.

محمد ابراهیم وویل: موږ د نورو او د شیطان د رضا لپاره خپل دیني اهداف نه تر پښو لاندې کوو. موږ یوازې د الله تعالی بندګان یو، زموږ خالق، پالونکی الله دی. د شرعي احکامو په پلي کولو کې د چا تر اغېز لاندې مه اوسئ.

څه باندې ۱۷۰ امنیتي سرتیري د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال بیا هم د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتي چې خپل څېره او شخصیت له شرعي احکامو سره سم کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوسنی اسلامي نظام د خلکو په همکارۍ رامنځته شوی او دغه نوي فارغ شوي ځواکونه باید د خلکو خدمت وکړي.

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز د معلوماتو په اساس، د اسلامي امارت له فعالیدو وروسته پولیسو او افسرانو په دغه روزنیز مرکز کې تر ۶۰ زیات په بیلابیلو کورسونو کې مسلکي زده کړې کړي او اوس د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې په دندو بوخت دي.


د مطلب کود: 283494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283494/څه-باندې-۱۷۰-امنیتي-سرتیري-د-کابل-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com