کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰ ټولګټو پروژو پلي کول

13 جدی 1402 ساعت 10:12

د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښاروال وايي، چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ٥٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د لسو ټولګټو پروژو د جوړولو چارې، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې وې، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.  


آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښاروال مولوی حبیب الله قانع وایی: د شبرغان ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰ ټولګټو پروژو کار پیل شوی دی. په تیرو دوو کلونو کې بشپړ شوی او په فعالیت کې اچول شوی نوموړي دغه راز د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د شبرغان ښار د داخلي سړکونو د پخولو چارو د پلي کېدو خبر هم ورکړ.

هغه زیاته کړه، د ښار دننه سړکونو د پخولو لګښت د شبرغان ښار له بودیجې څخه ورکول کېږي.

مولوي غني له ښاریانو وغوښتل چې د ښار د پاکوالي، شنه کولو او د طبیعت د ساتنې په برخه کې د شبرغان ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ځکه پاک چاپېریال د سالم ژوند لامل کېږي.

په همدې حال کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق ویلي چې د کار پیدا کول، د سړکونو رغونه او د هېواد پراختیا او نفوس د اسلامي امارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

له بلې خوا د شبرغان ښار اوسېدونکي وايي، چې د جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو په تېرو ۲۰ کلونو کې د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي وو او د ټولنې جدي ستونزو ته يې هم پام نه کاوه، خو اسلامي امارت د ولس د هوساینې لپاره کار کوي او دا لړۍ باید دوام ومومي.


د مطلب کود: 283396

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283396/په-جوزجان-ولایت-کې-د-۵۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-۱۰-ټولګټو-پروژو-پلي-کول

آوا
  https://www.avapress.com