د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۹ تنه له کابل، ۳ تنه له پکتیکا، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کاپیسا او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د قاچاق په تور نیولي دي.
د پوليسو له خوا د نشه يي توکو د قاچاق په تور شاوخوا ٣٠ تنه نيول شوي دي
12 جدی 1402 ساعت 15:56
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۹ تنه له کابل، ۳ تنه له پکتیکا، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کاپیسا او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د قاچاق په تور نیولي دي.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سه شنبه د جدی ۱۲مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د مبارزې پولیسو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۹ تنه له کابل، ۳ تنه له پکتیکا، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کاپیسا او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د قاچاق په تور نیولي دي.
هغه زیاته کړه، له نیول شویو کسانو څخه ۴ کیلو شیشه او بېلابېل ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي او پولیسو په خوست ولایت کې د نشه يي توکو یوه فابریکه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره کشف او په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو د پلور په تړاو ۸ تنه نیولي دي.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په فراه ولايت کې د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف کړې او په تړاو يې پنځه تنه نيولي دي.
د مطلب کود: 283378