کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رونالدو په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو زیات معاش اخیستونکی لوبغاړی شو

12 جدی 1402 ساعت 10:31

د فوربس مجلې کریسټیانو رونالډو په ۲۰۲۳ کې د ۱۲۶ میلیون یورو سره د کال ترټولو لوړ معاش لرونکي لوبغاړی اعلان کړ.


آوا: په همدې حال کې ۴۲ کلن راجر فیډرر او د ټینس مشهور لوبغاړی چې په ۲۰۲۲ کال کې به خپل مسلک پای ته ورسوي، سږ کال شاوخوا ۸۸ میلیونه یورو ګټلي دي.

د باسکټبال تر ټولو بډایه لوبغاړی ۳۸ کلن لیبرون جیمز دی، چې ۱۱۰ میلیونه یورو یې ګټلي او په څلورم ځای کې دی، ورپسې ۳۳ کلن سوک وهونکی کانیلو الواریز دی، چې ۱۰۱ میلیونه یورو یې ګټلي دي.

باید وویل شي، چې رونالډو تېر کال په سعودي عربستان کې له النصر سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په قرارداد سره یوځای شو.


د مطلب کود: 283335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283335/رونالدو-په-۲۰۲۳-کال-کې-تر-ټولو-زیات-معاش-اخیستونکی-لوبغاړی-شو

آوا
  https://www.avapress.com