کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیره میاشت کې ۳۴۶۳ د تیلو ټانکرونو کیفیت تثبیت شوی دی

12 جدی 1402 ساعت 10:04

د ملي سټنډرډ ادارې چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې ۳۴۶۳ ټانکرونه چې نفتي مواد یی لېږدول کیفیت یې تثبیت شوی دی.


آوا - کابل: د دې ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د روان کال د غويي په میاشت کې ۳۴۶۳ ټانکرونه چې د سل زره ټنو په وزن نفتي مواد باروي د هیواد په بندرونو کې د کیفیت له پلوه تثبیت شوي دي.

د نفتي توکو د کيفيت د ټينګښت موخه هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکي نفتي توکو د واردولو مخنيوى، د هېوادوالو د روغتيا او خونديتوب او د مصرف کوونکو د ګټو تامينول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د سکارپیو په میاشت کې د دغې ادارې له خوا د ۷۰۱ زره ۹۷.۸۶ ټنو وزن په لرلو سره ۳ زره ۹۱۶ باروړونکي توکي د ملي سټنډرډ ادارې له خوا تایید شوي وو.


د مطلب کود: 283329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283329/په-تیره-میاشت-کې-۳۴۶۳-د-تیلو-ټانکرونو-کیفیت-تثبیت-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com