کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه په کابل ښار کې د جذب څاګانې کیندل شوې دي

11 جدی 1402 ساعت 15:39

په دغه ښار کې د اوبو د کمښت په اړه د کابل د یو شمېر ښاریانو له شکایتونو وروسته، د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه به د جذب څاګانې کیندل شي.


آوا - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مولوی اختر محمد نصرت نن دوشنبه د جدی په ۱۱مه، آوا ته وویل چې دغه کار د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه ترسره کیږی.

د ښاغلي منصور په وینا، د دغه وزارت تخنیکي ټیم په پغمان ولسوالۍ کې د جذب څاګانو د کیندلو په هدف د ۱۰۰ ټاکل شویو ساحو سربیره ۵۰ نورې سیمې تثبیت کړې دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند ویلي دي چې دا کار په کابل کې د اوبو د کمښت د بحران د کمولو په خاطر شوی دی.

په همدې حال کې د کابل ښاریان په دغه ښار کې د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او له انرژۍ او اوبو وزارت څخه غواړي چې دغه ستونزه هواره کړي.

د کابل ښار د لوېديځ لور ته يو تن اوسېدونکى منصور، آوا ته وويل، چې د څښاک د اوبو کمښت دوى ته ډېرې ستونزې پيدا کړې او له ډېرې مودې راهيسې له دغه کړکېچ سره مخ دي.

هغه وويل: "د اوبو ډېرې ستونزې شته، له ډېرې مودې راهيسې زموږ څاه وچه شوې او له دې ستونزې سره شپه او ورځ تېروو. له دولت څخه غوښتنه کوو چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي."

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى فتاح کريمي وايي، چې په نړۍ کې د اقليمي بدلونونو او د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر کابل د اغېزو له امله د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې ډېری خلک د څښاک د اوبو د زیات استعمال له امله دغه ستونزه رامنځته کوي. هغه له حکومت څخه غواړي چې د سمو پلانونو په جوړولو سره له دغه بحران سره مقابله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان کړی و چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخولو، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاس رسی نه لري.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ۲،۳ میلیونه وګړو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره ۳۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

باید وویل شي، چې له اوبو څخه د خلکو زیاته ګټه اخیستنه، د اقلیم بدلون، د واورو او بارانونو کمښت، د نفوسو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی په هېواد کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي.


د مطلب کود: 283311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283311/د-ځمکې-لاندې-اوبو-مدیریت-په-موخه-کابل-ښار-کې-جذب-څاګانې-کیندل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com