کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز ولایت کې د اوبو د ۹ کوچنیو بندونو د جوړولو کار پیل شو

11 جدی 1402 ساعت 14:33

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ چک بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کندز: د دغه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغو بندونو د جوړولو په پیل سره به سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شی.

دغه راز د دغو بندونو په جوړولو سره به د دغه ولايت د هالې ولسوالۍ د باران اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو کچه به متوازنه شي.

د اسلامي امارت د پلان له مخې باید د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اوبو د مهارولو لپاره لږ تر لږه یو د چک بند جوړ شي.

د چارواكو په وينا، د دغو بندونو د يو شمېر كار بشپړ شوى او د پاتې نورو كار به د روان كال تر پايه بشپړ شي.


د مطلب کود: 283294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283294/په-کندز-ولایت-کې-د-اوبو-۹-کوچنیو-بندونو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com