کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په کابل کې د شاعرانو په علمي سیمینار کې:

شاعران باید خپل شعرونه د اسلام د دفاع، د نظام او د هیوادوالو ترمنځ د یووالي د ټینګښت لپاره چمتو کړي

11 جدی 1402 ساعت 9:22

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د هېواد د شاعرانو د درناوي په مناسبت په کابل کې په جوړ شوي علمي او فرهنګي سيمينار کې وويل چې شاعران د ټولنې ژبه ده او د هغوى شعرونه بايد د اسلام او هیواد دفاع، د هیوادوالو د یووالي، د نظام په ملاتړ او بقا او د هیواد پرمختګ سبب شي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دغه پروګرام کې وویل چې په تیرو شلو کلونو کښې د شاعرانو عاطفی شعرونه د ځوانانو لپاره ډیر اغیزناک او د ستایلو وړ دی او د شاعرانو شعرونه مهم دی. د اسلامي نظام په ساتنه، د افغانانو تر منځ د ملي يووالي او د هېواد په پرمختګ کې ډېر اغېزمن دي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت الله وصیل په دغه سیمینار کې وویل: د هېواد شاعرانو او سندرغاړو په تېرو دولسو کلونو کې خپل رسالت سرته رسولی، خو له دې وروسته هم باید د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. 

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه په دې باور دی چې د هېواد شاعران کولای شي په خپلو شعرونو او سندرو سره اوسنی نسل له تاریخ سره ونښلوي او له فکري جګړو وژغوري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتيق الله عزيزي وويل شاعران او سندرغاړي بايد خپل شعرونه او سندرې د اسلامي نظام د پياوړتيا، دافغانانو ترمنځ دملي يووالي دټينګښت او نظام او ولس سره د نږدې کولو په موخه ولولي .

د یادولو وړ ده چې نن په کابل کې د اسلامي امارت د مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو، علماوو او ځوانانو په شتون کې د هیواد د سندرغاړو او شاعرانو د درناوي په مناسبت علمي او فرهنګي سیمینار جوړ شو.


د مطلب کود: 283251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283251/شاعران-باید-خپل-شعرونه-د-اسلام-دفاع-نظام-او-هیوادوالو-ترمنځ-یووالي-ټینګښت-لپاره-چمتو-کړي

آوا
  https://www.avapress.com