افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست ویاند نعمت نواز د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۰ مه) د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته څرګنده کړه چې په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۲۸۳ میلیونه ۲۲۳ زره ۱۰۷ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ښاغلي نواز په وینا، د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په دې اداره کې د "کمېشن کار" او "په غیر قانوني توګه د پیسو اخیستل" صفر ته راټیټ شوي او د همدې مسئلې له مخې د روان کال د شپږو میاشتو عواید د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.
د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې ترافیکي قوانین مراعات کړي.
په همدې حال کې دغه ریاست په ټول هیواد کې د ټکسيونو د رنګ له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزي او سپین» ته د بدلون بهیر پیل کړ.