کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۸ شبکو کار پیل شو

10 جدی 1402 ساعت 14:32

د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان کړی چې په بغلان ولایت کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بغلان ولایت کې د دغه وزارت په مالي لګښت د اوبو رسولو ۸ شبکې نصب شوې چې څه باندې ۵۳ افغانۍ ارزښت لري. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او د دوی د پلاوي په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې د میلیونونو افغانیو مرسته وشوه.
 
د بيارغونې وزارت د معلوماتو له مخې، په يادو شويو شبکو کې د څلورو ژورو څاګانو کيندل، د اوو کانکريټي زېرمو جوړول، د ١٨٨٠ نلونو نصبول، د ٢٩٠ لمريزو تختو نصبول او د ٦١٢٢٧ مترو په اوږدوالي پايپ لاينونه غځول شامل دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو پروژو د کار په ترڅ کې سلګونو کارګرانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.
 
د يادو شبکو په بشپړېدو سره د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ۳۸۴۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.


د مطلب کود: 283215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283215/په-بغلان-ولایت-کې-د-۵۳-میلیونه-افغانیو-ارزښت-اوبو-رسولو-۸-شبکو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com