کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اذربایجان به په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانیزي

9 جدی 1402 ساعت 10:05

اذربایجاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.


آوا - کابل: د «رپورټ» په نوم یوې اذربایجاني رسنۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په حواله خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د فعالولو د دقیق وخت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد پارلمان د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشتې په ۳۰ مه نېټه په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د جوړېدو منظوري ورکړه.

هغه مهال د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې هرکلی کړی و، خو تر اوسه په کابل کې د دغه هېواد سفارت نه دی فعال شوی.
 
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۸ د دغه هېواد ولسمشر الهام ناریمان اوغلو محمدوف په افغانستان کې د دغه هېواد د سفیر په توګه وټاکه.

اسلامي امارت تر اوسه په کابل کې د اذربایجان د سفارت د فعالولو په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 283108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283108/اذربایجان-په-۲۰۲۴-کال-کې-افغانستان-خپل-سفارت-بیا-پرانیزي

آوا
  https://www.avapress.com