آوا: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي ایبیک سامدیروف د جمعې په ورځ( د جدی ۸ مه) له قزاقستاني رسنیو سره په خبرو کې دغه موضوع مطرح کړه.
د قزاقستان دغه چارواکي ویلي چې هېواد یې دا پرېکړه له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د کړنلارې په پام کې نیولو سره کړې ده.
ویل کیږي چې د قزاقستان حکومت هر کال تر بندیزونو لاندې د ترهګرو ډلو نوملړ تازه کوي.
صمدیاروف وویل: قزاقستان په منظم ډول د قزاقستان جمهوریت کې د منع شویو ترهګرو سازمانونو ملي لیست معاینه کوي ترڅو تازه کړي. د دې پروسې د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې له دې څخه د اسلامي امارت د ایستلو پریکړه وشوه.
دغه قزاقستانی چارواکی همدا راز زیاته کړې، چې اوس مهال اسلامی امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په رسمیت پیژندل شوی تروریستی سازمانونو په لست کې نه دی.
قزاقستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شي.