کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل طبي پوهنتون د یوه استاد د وژنې په تړاو یو تن نیول شوی دی

7 جدی 1402 ساعت 11:27

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، د غفار همدرد "د طب پوهنځي استاد او د میوند ښوونیز روغتون پخوانی رییس" د وژنې په تړاو یې یو کس نیولی دی.


آوا - کابل: د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي، چې د غفار همدرد "د طب پوهنځي استاد او د میوند ښوونیز روغتون پخوانی رییس" د وژنې په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه: د کابل پوليسو د ښاغلي همدرد د کورنۍ له خوا د قاتل په توګه پيژندل شوى کس نيولى او له هغه څخه پلټنې دوام لري.

د کابل پوهنتون د طبي پوهنتون استاد غفار همدرد د چهارشنبې په ورځ د جدی په ۶ مه په کارته نو سیمه کې په خپل کار ځای کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د غفار همدرد یو شمېر خپلوانو او همکارانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې نوموړی په خپل شخصي دفتر کې په کار بوخت و، چې په موټرسایکل سپاره وسله وال د هغه دفتر ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. غفار همدرد د پوستکي د ناروغيو متخصص و او د طب په برخه کې يې د خصوصي تخصص تر څنګ په کابل طبي پوهنتون کې هم تدريس کاوه.

د دغه ډاکټر وژنه چې ځينو يې د هېواد د علمي پلازمېنې په توګه ياده کړې، په ټولنيزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلى دى.


د مطلب کود: 283037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283037/د-کابل-طبي-پوهنتون-یوه-استاد-وژنې-په-تړاو-یو-تن-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com