آوا - کابل: د حکومت دغه اعلامیه نن چهارشنبه د جدی د میاشتې په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له خوا پر افغانستان د یرغل د کلیزې په مناسبت خپره شوه.
په پورتنۍ اعلامیه کې حکومت د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندلی او د افغان ملت د جهاد ستاینه یې کړې او ویلي یې دي: افغان مسلمان او خپلواک ملت به په هیڅ صورت د اشغالګرو یرغل او تیري ونه زغمي او د همدې لپاره به د افغانستان د ولسونو په وړاندې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د افغانستان د دفاع او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د دفاع او سولې په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي. دوی د یرغلګر شوروي پر وړاندې ستر او هر اړخیز جهاد پیل کړ.» د لسو کلونو په اوږدو کې د الله تعالی په مرسته او زموږ د مجاهد ولس په قربانیو پخوانی شوروي اتحاد مات شو او ټول اشغالګر ځواکونه یې وشړل.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ حقونه تر پښو لاندې کړي او په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د اسلامي امارت حکومت وايي: افغانان د یو مسلمان ملت په توګه له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او ټینګې اړیکې غواړي چې په دې کې هیچا ته د زیان رسولو امکان نشته.
اعلامیه زیاتوي: له ټولو لرې او نږدې هېوادونه غواړي چې له اسلامي اصولو سره سم د ښو او پیاوړو اړیکو د ټینګښت لپاره خپل مسوولیتونه ادا کړي، څو د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره ستر ګامونه پورته شي. او نړۍ او هغه ګډوډي، ویجاړتیا او بې باوري باید د تیرو جګړو څخه لیرې شي.
له څه باندې دوو کلونو وروسته هېڅ هېواد په رسمي توګه د افغانستان د حکومت په توګه د اسلامي امارت حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.