د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله اخندزاده نن سه شنبه (د جدی ۵ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ازبکستان ته سفر وکړ
5 جدی 1402 ساعت 15:12
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله اخندزاده نن سه شنبه (د جدی ۵ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
آوا - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتی اړیکو پر پراختیا خبرې وکړی.
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر به په دغه سفر کې د ازبکستان د هوايي چلند ادارې له مسوولینو سره هم وګوري.
دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د دغه هېواد د بېلابېلو چارواکو په ملتیا کابل ته راغلی و.
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي دي چې په دغه سفر کې د ځمکني ترانسپورت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوي او د دواړو لوریو استازو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي او په بېلابېلو برخو کې یې د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي دي.
د مطلب کود: 282951