کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې پر ۱۵۵۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

4 جدی 1402 ساعت 16:10

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې پر ۱۵۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.


آوا: د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې پر ۱۵۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

دغه رياست زياته کړه چې دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مرسته او د غزني د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې د (HAALO) موسسې په تخنيکي همکارۍ ووېشل شوې.

په دغو توکو کې (۱۰۰) کیلو اوړه، (۱۰) کیلو غوړي، (۱۴) کیلو دال او (۴.۵۲) کیلو د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

په ورته وخت کې د سړې موسم په را رسېدو سره ډېری اړمن کسان دغه مرستې بسنه نه کوي.


د مطلب کود: 282883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282883/په-غزني-کې-پر-۱۵۵۰-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com