کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوناما پخوانی چارواکی: له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول د افغانستان او نړۍ په ګټه دی

4 جدی 1402 ساعت 10:37

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي (یوناما) تادامیچي یاماموتو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو عادي کول دافغانستان او نړۍ په ګټه دي.


آوا - کابل: د یکشنبې په شپه، د جدی په دریمه، ارګ د یاماموتو له قوله وویل چې جاپان د اسلامی امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ د اړیکو د برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
د یوناما پخواني مشر زیاته کړه: خوښ یم چې یو ځل بیا افغانستان ته راغلم، افغانان او دغه هېواد د جاپانیانو په زړونو کې ځای لري.
 
یاماموتو د اشرف غني د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په افغانستان کې د یوناما مشر و.
 
په دې کتنه کې په کابل کې د جاپان سفیر او د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ پلاوي هم حضور درلود.
 
په کابل کې د جاپان سفیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم له راستنېدونکو افغانانو سره د خوراکي توکو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
 
خو د ساساکاوا جاپان د سولې بنسټ مشر اتوشي سونامي هم د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
 
په کابل کې د جاپان سفارت په رسمي ډول د دې ناستې او د خبرو د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا د جامع حکومت جوړول او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د حکومت د رسمي کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه شمیرل کیږي.


د مطلب کود: 282841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282841/د-یوناما-پخوانی-چارواکی-له-اسلامي-امارت-سره-اړیکو-عادي-کول-افغانستان-او-نړۍ-په-ګټه-دی

آوا
  https://www.avapress.com