کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په دوو ولایتونو کې شاوخوا درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

3 جدی 1402 ساعت 10:33

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په سمنګان او جوزجان ولایتونو کې یې ۲۷۲۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي دي.


آوا - کابل: د سمنګانو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس مولوی اختر محمد مصباح وايي، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د اوبو رسولو شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د هغه په ​​وينا، د دې پروژې ټول لګښت نهه ميليونه او ٧٦٨ زره افغانۍ دى، چې د اوچا په مالي مرسته او د سمنګانو د کليو پراختيا رياست په همغږۍ د افعان ولسوالۍ د اوبو رسولو او روغتيا ساتنې پروګرام له لارې بشپړ شوى دى.

ده وويل، چې د يادو شپږو پروژو په پرانېستلو سره ١٢٣٩ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۴۸۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

په جوزجان کې د اسلامي امارت د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا رئیس اسدالله حمزه وویل چې په دغو پروژو کې د اوبو د زیرمو جوړول، د ژورو څاګانو کیندل، د لمریزو اوبو د پمپونو نصبول او د ۱۵۸۰۲ مترو په ژوروالي سره د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړول شامل دي. 
 
هغه زیاته کړه، د اوبو رسولو دغه دوه شبکې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یونیسف ادارې په مالي مرسته د آقچې او منګجیک ولسوالیو د علینیک، ګلاباف، لغماني، ځدراني او عباس په کلیو کې پلې شوې دي، چې د اوبو رسولو د دغو دوو شبکو کار روان دی. بشپړیدو ته نږدې او په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم نړيوالو مرستندويه ادارو په فارياب، سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو کې د وچکالۍ د مخنيوي او خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د اوبو رسولو تر لسو ډېرې پروژې بشپړې کړې دي.


د مطلب کود: 282772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282772/د-هېواد-په-دوو-ولایتونو-کې-شاوخوا-درې-زره-کورنیو-ته-څښاک-پاکې-اوبه-برابرې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com