کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې څه باندې لس زره کسانو ته مرستې وویشل شوې

2 جدی 1402 ساعت 16:21

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له لوري پر ۱۰۱۰۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.


آوا: د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، دغه مرستې د تیورې او الفاروق په ولسوالیو کې وویشل شوې.

په ورته وخت کې د غور یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مرستو د دوام او پراخېدو غوښتونکي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي د موسم له پيلېدو او په افغانستان کې د لوږې له جدي بحران سره، د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ميليونونه خلک بشري مرستو په ځانګړې توګه خوراکي توکو ته جدي اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک د سړې موسم په را رسیدو سره له سختو حالاتو سره مخ دي.


د مطلب کود: 282741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282741/په-غور-کې-څه-باندې-لس-زره-کسانو-ته-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com