کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع سرپرست وزیر:

افغان هوايي ځواک د هېواد له خاورې د دفاع وړتیا لري

30 قوس 1402 ساعت 11:13

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د هوايي ځواکونو له عمومي قوماندانۍ سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د افغانستان هوايي ځواک د هېواد له خاورې د دفاع وړتیا لري او دا ځواکونه به تر بل هر وخت لا پیاوړي شي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په حواله لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د چهارشنبې په ورځ (۲۹ قوس) د هوايي ځواکونو له عمومي قوماندانۍ سره وکتل.
 
مجاهد د دغې قوماندانۍ له مسوولینو، کارکوونکو، پیلوټانو، انجنیرانو او مسلکي تخنیکرانو او یو شمېر ځواکونو سره په کتنه کې وویل، زموږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او تر بل هر وخت به لا پیاوړي شي.
 
د ملي دفاع وزارت سرپرست هم د هېواد د هوايي ځواکونو د مسوولینو، کارکوونکو، انجینرانو، پیلوټانو او مسلکي تخنیکرانو له څلورویشت ساعته هڅو مننه وکړه او د هغوی د ستونزو د حل او حل ډاډ یې ورکړ.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو د امریکا او د سیمې د ځینو هیوادونو له خوا د دغه هیواد له هوايي حریم څخه د سرغړونې شکایت کړی دی.


د مطلب کود: 282617

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282617/افغان-هوايي-ځواک-د-هېواد-له-خاورې-دفاع-وړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com