کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په دوو ولایتونو کې د مرستندویه بنسټونو له خوا له څلورو زرو زیاتو کورنیو ته مرستې وویشل شوې

29 قوس 1402 ساعت 11:45

په غور او فاریاب ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، مرستندویه ادارو په یادو ولایتونو کې ۴۴۹۱ اړمنو کورنیو ته مرستې ویشلې دي.


آوا - کابل: د غور ولایت د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایی چې د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر ۲۷۴۱ اړمنو کورنیو خوراکی توکي ویشلي دي.
 
له بلې خوا په فاریاب کې د بشري مرستو موسسې (CHA) په دغه ولایت کې پر ۱۷۵۰ اړمنو کورنیو د مرستو د وېش اعلان کړی دی.
 
په فارياب کې د CHA مشر لعل محمد سنجراني وويل چې دغه مرستې د نړيوال بانک په مالي مرسته ووېشل شوې.
 
په مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، مکروني، کمپلې او د روغتیا ساتنې توکي شامل وو.
 
په ورته وخت کې د ژمي موسم په رانژدې کېدو سره بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.


د مطلب کود: 282542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282542/د-هېواد-په-دوو-ولایتونو-کې-مرستندویه-بنسټونو-له-خوا-څلورو-زرو-زیاتو-کورنیو-ته-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com