کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې راډیو سټیشن پرانیستل شو

28 قوس 1402 ساعت 14:05

د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پوهنتون راډیو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم له خوا پرانیستل شوه.


آوا – لغمان: د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه راډیو د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د محصلینو لپاره د عملي کار په موخه پرانیستل شوه.
 
ويل کيږي چې دغه راډيو د څه دپاسه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون د یو شمېر پروژو پرانیسته کړې وه.


د مطلب کود: 282480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282480/د-لغمان-پوهنتون-ژورنالیزم-په-پوهنځي-کې-راډیو-سټیشن-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com