کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال له کندهار څخه ۱۱۸ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې ده

28 قوس 1402 ساعت 10:25

د کندهار ولايت چارواکي وايي، سږ کال له دغه ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې او د تازه مېوې له صادراتو يې ٥٥٥٤٧ زره امريکايي ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.


آوا: صادرې شوې مېوې کې هندواڼې، انګور، انار، انځر او نور شامل دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په وینا، سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مدیریت شوې او طبیعي افتونه کم وو، نو په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بينا وايي: که څه هم سږ کال وچکالي وه، خو د اوبو مديريت سم و، باغونه يې پر ټاکلي وخت خړوبېدل او هېڅ ډول ناروغي نه وه. میوه په منظم ډول صادره شوه. 

په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکي وايي، د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي، خو د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید زیاتې هڅې وشي.

د کندهار د تازه مېوې د صادراتو د کمېسيون مشر حاجي ناني وايي: «له نېکه مرغه سږ کال امنيت ډېر ښه و. په ګمرک کې کومه ستونزه نه وه. که کومه ستونزه وه، د ګمرک رییس به یې حل کړي."

خو په هېواد کې د معياري سړو خونو نشتوالى د دې لامل کېږي چې د باغ لرونکو د تازه مېوې يوه برخه له لاسه ورکړي. بڼوال غواړي چې په هېواد کې معياري سړې خونې جوړې شي څو تازه مېوې وساتل شي.آریانا نیوز


د مطلب کود: 282468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282468/سږ-کال-له-کندهار-څخه-۱۱۸-زره-ټنه-تازه-مېوه-صادره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com