کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

السیسي یو ځل بیا د مصر ولسمشر پاتې شو

28 قوس 1402 ساعت 9:41

د مصر د ولسمشریزو ټاکنو کمیسیون د ۸۹،۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره عبدالفتاح السیسي د ولسمشرۍ د نوې دورې لپاره بریالی اعلان کړ.


آوا: د مصر د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی، چې د مصر اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ۸۹،۶ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی. .

په دې توګه به ۶۹ کلن السیسي د دریم ځل لپاره د مصر ولسمشر شي.

الجزیرې هم راپور ورکړی چې عبدالفتاح السیسي یو ځل بیا د مصر انتخابات وګټل.

دا په داسې حال کې ده چې السیسي په ۲۰۱۳ کال کې د محمد مرسي د کودتا له لارې واک واخیست.


د مطلب کود: 282451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282451/السیسي-یو-ځل-بیا-د-مصر-ولسمشر-پاتې-شو

آوا
  https://www.avapress.com