کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شهیدانو او معلولینو وزارت:

تر اوسه په دغه وزارت کې څه باندې ۱۲۰ زره معلولین، یتیمان او د تېر حکومت د سرتېرو کونډې ثبت شوې دي

27 قوس 1402 ساعت 15:42

د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه د افغانستان د پخواني حکومت ۱۲۰ زره او ۳۷۸ معلولین، یتیمان او بې کوره ښځې په دغه وزارت کې ثبت شوي او له نغدي مرستو څخه برخمن دي.


آوا - کابل: د شهیدانو او معلولینو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس فیصل خاموش د دوشنبې په ورځ د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دغه میاشتنۍ مرستې له دوی سره کیږي.

ښاغلي خاموش زیاته کړه، چې له دغو کورنیو سره د دغه وزارت له خوا د مرستو سربېره وخت په وخت د کورنیو او بهرنیو بنسټونو مرسته هم کېږي.

په ورته وخت کې د تېر حکومت يو شمېر سرتېري چې د جګړې له امله ټپيان شوي، د شهيدانو او معلولينو وزارت له کار څخه خوښي څرګندوي او وايي چې له څو مياشتو راهيسې يې معاشونه ترلاسه کړي دي.

صبرالدين، د تیر نظام بریدمل چې په غزني ولايت کې يې دواړه پښې له لاسه ورکړي، وايي چې سږ کال يې د شهيدانو او معلولينو وزارت د اتو مياشتو معاش ورته ورکړى او په دې کار خوښ دى.

بل خوا د پروان ولايت اوسېدونکى او د تېر حکومت يو سرتېرى عبدالرقيب په خوښۍ وايي، چې سږ کال يې د شپږو مياشتو معاش ترلاسه کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په کابل کې يو شمېر معلولينو د معاشونو له نه ورکړې شکايت کړى و.


د مطلب کود: 282427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282427/تر-اوسه-په-دغه-وزارت-کې-څه-باندې-۱۲۰-زره-معلولین-یتیمان-او-د-تېر-حکومت-سرتېرو-کونډې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com